د بدخشان د ولایتي شورا غړې او ۵ تنه نور یوه چاودنه کې ټپیان شول

د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د ماین په چاودنه کې ویجاړ شوی موټر

د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د یوه ماین چاودنې د ولایتي شورا د غړې منیرې عالمیار په ګډون شپږ کسان ټپیان کړل.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مصدق الله مظفري ازادي راډيو ته وویل، نن شنبه(د غبرګولي ۱مه) ماسپښین د فیض آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د ولایتي شورا د رییس عبدالبشیر صمیم د موټر د تېرېدو پر مهال په یو موتر سایکل کې ایښودل شوی ماین وچاودېد.

مظفري زیاته کړه: "موټر د ولایتي شورا د رییس دی. په یوه موټر سایکل کې چې مخکې هلته درول شوی و، ماین ایښودل شوی و. پر موټر د تېرېدو په حال کې چاودنه شوې چې په غالب ګومان په ریموټ اداره کېده."

د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډیو ته وویل، د ولایتي شورا رییس په موټر کې نه و، خو د ولايتي شورا غړې منیره عالمیار د هغه په موټر کې کور ته تلله چې چاودنه وشوه.

د بدخشان د مرکزي روغتون مسوولان وايي، د مېرمن عالمیار حالت ښه دی.