کاپيسا چارواکي: نښته کې ۲ پاڅون کوونکي او ۲ طالبان وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې د کاپیسا ولایت

کاپیسا کې له تېرې شپې تردې دمه د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

په کاپیسا کې پولیسو نن شنبه سهار (د غبرګولي په ۱) ازادي راډیو ته وویل طالبانو تېره شپه د تګاب ولسوالي د شاتوري په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي چې جګړې لا هم ادامه لري.

د کاپیسا د پولیسو ویاند شایق شورش وایي تراوسه د دې جګړو پر مهال د پاڅون کوونکو دوه تنه وژل شوي او څلور تنه یې ټپیان شوي دي.

ښاغلي شورش زیاته کړه چې د طالبانو بیا دوه تنه وژل شوي او اووه تنه یې ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا طالبان مجبوره شوي دي چې په شا شي، خو طالبانو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.