چارواکي: له طالبانو د جلرېز ولسوالۍ د بېرته نیولو پوځي عملیات پیل شول

ارشیف، میدان وردګ کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

د افغانستان دفاع وزارت وايي د میدان وردګ ولایت د جلرېز ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره‌یې چاڼیز عملیات روان دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د روانو عملیاتو په باب وویل: "په دې ولسوالۍ کې زموږ ځواکونه له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې دي، په تازه مورد کې د طالبانو پر یوه ډله په هوايي حمله کې ۱۰ تنه طالبان وژل شوي، د دوی په زیاته پیمانه وسلې او مهمات تخریب کړای شول."

د جلرېز ولسوال خلیل‌الرحمن یادګار وايي چې دغه ولسوالۍ د وسلو او مهماتو د کموالي له کبله نن سهار د وسله‌والو طالبانو له‌خوا ونیول شوه.

ښاغلي یادګار نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "ولسوالۍ سقوط کړی دی. ۲۵ تنه سرتېري د وسلو او مهماتو د نشتوالي له کبله طالبانو ته تسلیم شول او ځینې یې طالبانو ژوندي ونیول. ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ اوس مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې دي."

د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې جلرېز ولسوالۍ د دوی په ولکه کې ده.

جلرېز ولسوالۍ یوه ورځ وروسته له هغې د وسله‌والو لاس ته ورځي چې په ختیځ لغمان کې دولت‌شاه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې او په میدان وردګ کې اوونۍ مخکې له نرخ ولسوالۍ دولتي ځواکونه په شا شوي وو.