د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ اوربند وشو

فلسطینیان په ځايي وخت د سهار په دوو بجو د اوربند تر پیل وروسته د غزې سړکونو ته راووتل. د حماس ډلې یوه لوړپوړي چارواکي غزې ښار کې زرګونه کسانو ته وینا کې د بریا ادعا وکړه. 

د مصر په منځګړیتوب د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ اوربند وشو.

په دې اوربند سره د اسرائیلي پوځ او فلسطیني وسله‌والو ډلو ترمنځ ۱۱ ورځنۍ نښتې پای ته ورسېدې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسشمر جو بایډن له دې اوربند هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې دا موافقه د امریکا، مصر، فلسطیني ادارې او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه تر خبرو وروسته حاصله شوې ده.

فلسطینیان په ځايي وخت د سهار په دوو بجو د اوربند تر پیل وروسته د غزې سړکونو ته راووتل. د حماس ډلې یوه لوړپوړي چارواکي غزې ښار کې زرګونه کسانو ته وینا کې د بریا ادعا وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اعلان کړی چې په راتلونکو ورځو کې به سیمې ته سفر وکړي څو د اسرائیل او فلسطین له بهرنیو چارو وزیرانو او د سیمې له نورو مشرانو سره وګوري.

د مې په ۱۰مه د اسرائیل او حماس ترمنځ نښتې پيل شوې چې د چارواکو په خبره د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ۲۳۲ کسان اکثر ښځې او ماشومان ووژل شول.

اخوا په اسرائیلو کې هم د ۱۲ کسانو د وژل کېدو راپورونه تأیید شوي چې د حماس د راکټي بریدونو هدف ګرځېدلي.