له ایران څخه افغانستان ته ۴،۶۰۰ لیتره قاچاق کېدونکي کیمیاوي مواد ونیول شول

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي کیمیاوي مواد

په وروستيو دوو کلونو کې تر څلور لکه لیتره ډېر کیمياوي مواد له ايران څخه يوازې د افغانستان نيمروز ولایت ته د قاچاق کولو پر مهال نيول شوي دي.

یوه تازه بېلګه‌يې تر څلور زره لیتره ډېر اسيټايل کلورايډ (Acetyl Chloride) کیمياوي مواد دي چې له ايران څخه افغانستان ته د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د ګمرک مأمورينو ونيول. په پام کې وه چې له دې کیمياوي موادو څخه د هيروئينو او ښیښې په جوړولو کې کار واخيستل شي.

د نيمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې سرپرست مدير عبدالکريم نيمروزي ازادي راډيو ته وويل، دا کیمياوي مواد په ايران کې په يوه موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې د ګمرک تر قانوني پړاوونو تېرولو وروسته افغانستان ته راوړل شي.

ښاغلی نیمروزي زیاتوي: "د اسيټايل کلورايډ په نوم کیمياوي موادو یو لوی بار چې له ایران څخه د زرنج ښار ته راوړل شوی و، د نيمروز د ګمرک کارکوونکو د پولیسو په همکارۍ ونیو. په دې موټر کې ټوله ۴،۶۰۰ لیتره اسيټايل کلورايډ کیمياوي مواد بار شوي چې په ۲۰۰ ډبو کې اچول شوي وو. له دې نيول شويو کیمياوي موادو څخه د نشه‌يي موادو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي."

د افغانستان او ایران ترمنځ سرحدي سیمه کې یو افغان پولیس

د نيمروز د ولايتي شورا غړي انتقاد کوي چې ايران افغانستان ته د غير قانوني صادراتو په برخه کې صادقانه مبارزه نه‌کوي، دوی وايي دا ډول غير قانوني صادرات د دې لامل شوي چې په دې ولایت کې د نشه‌يي موادو جوړول ډېر شي.

د ملګرو ملتونو يوه څېړنه ښيي چې په افغانستان کې د هيروئينو او ښيښې په جوړولو کې د پام وړ ډېروالی راغلی او د دې کار اصلي علت دا دی چې له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته کیمياوي مواد په قاچاقي ډول راوړل کېږي.

د دې راپور له مخې، د دې ډول نشه‌يي موادو ډېره برخه په هغو ولايتونو کې جوړېږي چې له ايران سره ګډه پوله لري.

د يادونې وړ ده چې په دې ولايتونو کې جوړ شوي نشه‌يي مواد په سلو کې له ۱۵ څخه نيولې بیا تر ۲۰ پورې د همدې هېواد له لارې اروپا او منځني ختيځ هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د سياسي چارو تحليلګر عباس فراسو وايي چې افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو څخه د غير قانوني کیمياوي موادو صادرات د دې سبب شوي چې په افغانستان کې د نشه‌يي موادو جوړول دوه برابره ډېر شي.

نیمروز کې یو شمېر معتادین

ښاغلی فراسو وايي: "له بده مرغه چې ډېر هېوادونه افغانستان ته د غير قانوني کیمياوي موادو د راوړلو هڅه کوي او ډېر قاچاق کوونکي هم کوښښ کوي چې د نشه‌يي موادو د جوړولو لپاره د بېلابېلو لارو څخه افغانستان ته کیمياوي مواد راوړي. د دې لپاره چې افغانستان ته کیمياوي مواد رانه‌وړل شي، دا مبارزه يوې سيمه‌ييزې ستراتېژۍ ته اړتیا لري."

اسیټایل کلورايډ (Acetyl Chloride) هغه کیماوي مواد دي چې يوازې يې دولتونه د جوړولو امکانات لري او اکثره د نشه‌يي موادو، په تېره بیا هيروئينو او ښیښې په جوړولو کې کار ځینې اخیستل کېږي.

د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ايران څخه افغانستان ته زرګونه لیتره قاچاق کېدونکي کیمیاوي مواد ونیول شول