دفاع وزارت: د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې یو مهم قوماندان ووژل شو

ارشیف، د افغان ځواکونو هوايي حمله

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې یو مهم قوماندان په هلمند کې د افغان پوځ په هوايي حمله کې وژل شوی دی.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان تېره شپه ازادي راډیو ته وویل دا حمله د چهارشنبې ورځې په مازیګر په ګرمسېر ولسوالۍ کې وشوه.

ښاغلی امان زیاتوي: "په دې برید کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده شبکې یو ډېر مخکښ او مهم قوماندان له څلورو ملګرو سره وژل شوی دی. په دې سیمه کې طالبانو ته د القاعده شبکې له‌خوا روزنه ورکول کېده او په برید کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي دي."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه پر ټویټر ولیکل چې په هلمند کې د القاعده شبکې د یوه غړي د وژنې په اړه د دفاع وزارت ادعا بې‌بنسټه ده او دا ډله‌یې ردوي. ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په هلمند کې په دې نوم داسې څوک نه‌شته او نه داسې کومه پېښه شوې.

د القاعده شبکې پر ضد مبارزه هغه ژمنه ده چې طالبانو له امریکا سره د سولې په موافقه کې کړې ده.

ځینو امریکايي چارواکو مخکې ویلي دي چې طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړي، خو طالبان وايي چې د دې شبکې په څېر له تندلارو ډلو سره اړیکې نه‌پالي.