د انتراکتیکا له سواحلو بېله شوې د کنګل لویه ټوټه په ویدل سمندرګي روانه شوې

ارشیف، له فضا د انتراکتیکا سواحلو اخیستل شوی انځور

د کنګل یوه لویه ټوټه چې د اسپانیا تر مایورکا ټاپو لویه ده، د انتراکتیکا له کنګل شویو سواحلو بېله شوې او په ویدل سمندرګي یې روانه ده.

د اروپا فضایي اداره وایي دا ټوټه ۴،۱۶۰ کیلومتره مساحت لري.

له انتراکتیکا څخه د کنګل د ټوټې بېلېدل طبیعي کار دی، خو د کولورادو پوهنتون متخصص تید سکامبو په خبره د کنګل د دې لویې برخې جلا کېدل ښایي ژر په کوچنیو ټوټو بدل شي او دا د ده په خبره په اقلیمي بدلون پوري اړه نه‌لري.

نوموړی زیاتوي له دې کبله چې دا ټوټه په سمندر کې روانه ده، اوبه کېدل به‌یې د سمندر د اوبو سطح لوړه نه‌کړي.