چارواکي: هلمند او غور کې ماین چاودنو ۱۴ ملکیان وژلي

ارشیف

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې ماین چاودنې ۹ تنه ملکي وګړي وژلي دي، په وژل شوېو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاء الله افغان نن پنجشنبه (د غویي په ۳۰مه) ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه د لښکرګاه ښار د لسمې حوزې اړوند سیمه کې شوې ده.

افغان زیاته کړه: "زموږ د معلوماتو پر اساس په همدې سیمه کې هغه ماین چې د طالبانو له خوا ښخ شوی و، چاودلی چې له بده مرغه زموږ بې ګناه ملکیانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده."

په دې پېښه کې دوه نور ماشومان ټپیان دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هاخوا د غور ولایت څخه هم سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د فیروز کوه ښار لویدیځ ته د دوو ماینونو په چاودنو کې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي ازادي راډیو ته وویل چې یوه چاودنه یې نن سهار او بله تېر ماښام شوې ده.

ښاغلی کریمي طالبان په سیمه کې د ماینونو په ښخولو تورنوي، خو طالبانو دا موضوع رد کړې.