د شاتو مچیو نړیواله ورځ؛ "افغانستان کې يې د تولید کچه لوړه شوې"

ارشیف، د شاتو مچۍ

نن د شاتو مچیو نړیواله ورځ ده. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۳۰مه) ازادي راډيو ته وويل چې د وروستیو کلونو په ترڅ کې د شاتو د تولید کچه لوړه شوې ده او د تېر لمریز کال په ترڅ کې د هېواد په مرکز او لایتونو کې دوه زره او ۴۹۰ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.

د هغه په خبره، پکتیا د ۸۹۹ ټنه شاتو په تولید سره د نوملړ په سر کې او ورپسې ننګرهار د ۵۰۰ ټنو او خوست د ۴۱۶ ټنو په تولید سره په هېواد کې د شاتو تر ټولو مهم تولیدوونکي دي.

دغه راز هرات، لغمان، بدخشان، کندز او بامیان هم د شاتو د تولید په برخه کې د لویو تولیدوونکو ولایتونو په ډله کې دي.

د ښاغلي رستمي په خبره دمګړۍ په هېواد کې د شاتو مچیو روزنې شپږ زره او ۷۵۷ فارمونه شته چې ډېری یې د بادغیس، هرات، بدخشان، پکتیا، کندز، دایکنډي، بامیان، لوګر، سرپل، فراه، میدان وردګ، کاپیسا، تخار، بغلان او خوست ولایتونو کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۸یم کال د شاتو د تولید کچه دوه زره او ۱۰۰ ټنه وه چې دا شمېره په ۱۳۹۹یم کال کې ۳۹۰ ټنه زیاتوالی لري.

د کرنې وزارت د یو بل خبر له مخې د ننګرهار د هندواڼو سږني حاصلات به څه باندې ۷۹ زره ټنو ته ورسېږي.

دا وزارت وايي، په ننګرهار کې د پخوا پرتله خلک د هندواڼو کرکېلي ته لېوال شوي چې ورسره په دې ولایت کې د هندواڼو کروندې او حاصلات کال په کال زیاتېږي.

د ننګرهار د اتو ولسوالیو "کامه، بهسود، کوز کونړ، کوټ، بټي کوټ، ګوشته، خوږیاڼي او سرخ رود" په ۱۹۹۵ هکټاره ځمکه کې سږکال هندواڼې کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۷۹ زره او ۲۰۱ مټریک حاصلات ترې تر لاسه شي.