لغمان چارواکي: دولت شاه ولسوالۍ نه ده سقوط شوې

ارشیف، د افغانستان په نقشه کې د لغمان ولایت

د لغمان امنیتي چارواکو هغه اوازې رد کړې چې ویل کېدل د دغه ولایت دولت شاه ولسوالۍ سقوط کړی دی.

د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار ازادي راډيو ته وویل چې په دولت شاه ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د افغان ځواکونو ځای ځای جګړه روانه ده او ولسوالۍ نه ده سقوط شوې.

د افغانیار په خبره، افغان ځواکونه د مقاومت په حال کې دي او ډېر ژر به د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا وتمبوي.

د لغمان د امنیتي چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې نن پنجشنبه (د غويي ۳۰مه) له سهاره په یو شمېر ټولنیزو او نورو رسنیو کې د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ د سقوط خبرونه ورکړل شول.

په ورته مهال د لغمان د ولایتي شورا مشر عتیق الله عبدالرحیمزي ازادي راډيو ته وویل چې ولسوالۍ نه ده سقوط شوې، خو د دوی د معلوماتو له مخې، د ولسوالۍ ودانۍ په تکتیکي شکل پرېښودل شوې او افغان ځواکونه ترې پر شا شوي دي.

د عبدالرحیمزي په خبره، دولت شاه ولسوالۍ له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د محاصرې په حال کې ده.

هاخوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، ازادي راډيو ته وویل چې له افغان ځواکونو سره یې په نننیو نښتو کې د دولت شاه ولسوالۍ او د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ په ګډون یو شمېر مهم ځایونه له افغان ځواکونو نیولي او اوس د دوی په ولکه کې دي.