بایډن نتانیاهو ته: د غزې شخړو کې د پام وړ کموالي تمه لرم

ارشیف، د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ته ویلي چې د غزې په شخړو کې په لسمه ورځ د پام وړ کموالي تمه لري.

سپینې ماڼۍ د مې په ۱۹مه نېټه په یوه اعلامیه کې وویل چې ولسمشر بایډن د دغو شخړو له پیل راهیسې څلورم ځل له نتانیاهو سره په خبرو کې ویلي چې اوربند ته د رسېدو یوه حل لاره غواړي.

په ځواب کې نتانیاهو ویلي چې په پام کې لري تر هغو به پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي، څو اسراییلي وګړو ته یې امنیت نه وي راوستلی.

د مې له لسمې نېټې راهیسې پر غزې د اسراییلو هوایي بریدونه او د اسراییل پر خاوره د فلسطیني ملېشو راکټي بریدونه دوام لري.

د مې په ۱۹مه نېټه له لبنانه څلور توغندي پر اسراییلو ویشتل شوي چې په غبرګون کې د اسراییل پوځ د لبنان پر خاوره بمبارۍ کړي دي.

د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې په غزه کې تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اسراییل وایي، په دغو وژل شوېو کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه یې ملېشې دي.

د اسراییل لوري ته هم د ۱۲ کسانو وژنه تایید شوې ده.