د میدان وردګو د جلریز ولسوال: که مرسته ونه شي ولسوالۍ سقوط کوي

ارشیف

د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ ځایي چارواکي وايي، د تېرې شپې د درېیو بجو څخه سلګونه وسله والو طالبانو پر یادې ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پیل کړي دي او ولسوالۍ یې کلک محاصره کړې ده.

د یادې ولسوالۍ ولسوال خلیل الرحمان یادګاري ازادي راډيو ته وویل، تر دا مهاله دغلته مېشتو سرتیرو د وسله والو طالبانو د بریدونو پر وړاندې ځواب ورکړی او په وینا یې اوس يې وسلې او مهمات کم شوي او شته سرتیري هم ستړي دي خو زیان ورته نه دی رسیدلی.

دی وايي، طالبانو ته هم تلفات اوښتي، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري.

یادګاري له مرکزي او ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې یادې ولسوالۍ ته دې ژر تر ژره اضافي ځواکونه او وسلې او مهمات واستوي: "زموږ مهمات او پرسونل مو کم دي، سل په سلو کې امکان لري، که زموږ سره مرسته ونه شي ولسوالۍ سقوط کوي."

خلیل الرحمان یادګاري زیاتوي طالبانو یو شمېر سیمې هم د افغان سرتیرو څخه نیولي او اوس د ولسوالۍ په شااوخوا کې د ملکي خلکو په کورونو مېشت دي چې د دوی عملیات يې هم ورته سخت کړي دي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا مسوولینو بیا ازادي راډيو ته وویل چې په یاده ولسوالۍ کې درېیو امنیتي پوستو سقوط هم کړی دی.

له دې ډلې د ولایتي شورا مرستیال شریف الله هوتک وايي، د پوستو د سقوط تر څنګ یو شمېر سرتیري هم وژل شوي او د ولسوال د مرستیال په ګډون یو شمېر نور سرتیري طالبانو ژوندي نیولي دي.

دي وايي: "د طالبانو له لوري ډله ییز بریدونه پيل شوي چې د دغه بریدونو په پایله کې دوه او درېیو پوستو سقوط کړی، تلفات هم لري، سلګونه پولیس شهیدان شوي چې په محلي پولیسو پورې مربوط وو، د ولسوالۍ مرستیال طالبانو نیولی دی او یو شمېر پولیس ژوندي طالبانو نیولي دي."

هوتک زیاتوي چې سهار لس بجې سیمي ته هوايي ځواکونه رسیدلي او هلته يې طالبان په نښه کړي چې ورسره جګړه څه اندازه کرار شوې هم ده.

د میدان وردګ والي عبدالرحمان طارق

خو د یادې ولسوالۍ ولسوال خلیل الرحمان یادګاري ازادي راډيو ته وویل چې هوايي ځواک هلته یوازې نمايشي حرکات کړي او کوم برید يې نه دی کړی او په وینا یې په ولسوالۍ کې اوس هم درنه جګړه روانه ده.

هاخوا د میدان وردګ والي عبدالرحمان طارق ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه یې نظامي غونډه رابللې او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي، خو د امینه قوماندانۍ مسوولینو بیا په دې اړه د خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

وسله والو طالبانو په دې اړه لا تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان ۱۴۰۰ کال د غويي په ۲۲مه نېټه د دغه ولایت نرخ ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېده چې تر اوسه پورې یې په واک کې ده .