د اسراییلو -فلسطین جګړه؛ له امنیت شورا د فرانسې، مصر او اردن غوښتنه

غزه کې روان تاوتریخوالی

فرانسې له مصر او اردن سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د اسراییلو او فلسطین د روانې جګړې د درولو لپاره د یوه پرېکړه لیک وړاندیز کړی دی.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ پرون سې شنبه(د غويي ۲۷مه) ناوخته یوه بیان کې ویلي چې د دوی ولسمشر ایمانویل مکرون، مصري سیال یې عبدالفتاح السیسي او د اردن پاچا ملک عبدالله پر همداسې یوه پرېکړه لیک هوکړه کړې ده.

درې واړو هېوادونو په درېیو مسلو هوکړه وکړه، لومړی ډز بندي، دویم اوربند او درېیم هم دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید دا موضوع جدي تعقیب کړي.

مصر د اسراییل او فلسطین ترمنځ د غزې جګړې ته د پای ورکولو په هدف د نړیوالو هڅو مشري کوي.

د دواړو لورو ترمنځ پرون هم جګړه روانه وه او فلسطیني چارواکو ویلي، د اسراییل په هوایي بریدونو کې تراوسه د ۶۳ ماشومانو په ګډون ۲۱۷ تنه وژل شوي دي.