غني او مذاکره کوونکي پلاوي د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال سره بحث وکړ

جمهور رئیس وايي، حکومت د تروریستي پېښو د عاملینو محاکمې ته ژمن دی

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د مذاکره کوونکي هیئت غړو پرون سې شنبه (د غويي ۲۸مه) د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوال سره بحث وکړ.

د جمهوري ریاست د اعلامیې له مخې، اول د افغانستان مذاکراتي هیئت د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوال سره د خپلو غونډو راپور ورکړ.

اعلامیه وايي، ولسمشر غني د افغانستان حکومت ته د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوال له خوا د دوسیو د څېړنې د صلاحیت د لېږد هرکلی وکړ.

د ولسمشر غني په خبره، د افغانستان حکومت به د جرمونو نړیوالې محکمې په همکارۍ د لوګر د پُل علم او د کابل په دشت برچي کې د وروستیو پېښو عاملان محاکمه کړي.