د غزني ولسونه: افغان حکومت او طالبان دې دایمي اوربند وکړي

د غزني ولسونه

په غزني ولایت کې ولسونو د یوې لویې غونډې په ترڅ کې له افغان دولت او وسله والو طالبانو څخه د اوربند او دایمي سولې د ټینګښت غوښتنه وکړه.

د دوشنبې (د غويي ۲۷مه) په ورځ په غزني کې د قومونو ترمنځ همغږۍ، د نظام او جمهوریت ملاتړ، د اوربند د ټینګښت او دایمي سولې د غوښتنې په نوم یوه ولسي غونډه وشوه.

په غونډه کې د دولتي چارواکو او ولایتي شورا وکیلانو ترڅنګ له غزني مرکز او ولسوالیو څخه سلګونو تنو قومي مشرانو، مدني فعالانو، میرمنو او ولسي خلکو ګډون کړی وو او ځینو یې ویناوې وکړې.

ويناوالو وويل، سوله د افغانانو هيله نه بلکې مرام دی او غواړي چې په خپل هېواد کې دايمي سوله راولي.

دوی په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ياده کړه او له ښکېلو لورو یې وغوښتل چې روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي، دايمي اوربند او سوله دې وکړي، څو د افغانستان خلک سوله ييز ژوند وکړي.

قومي مشر او د ولایتي شورا پخواني وکیل نادرخان ګيرو وال وسله وال طالبان مخاطب کړل او ویې ویل: "سولې ته راشه، اوربند وکړه، امتیاز له هغه وروسته واخله، که ته افغانان له ځان سره ومنې، که ته د افغانانو منځ ته راشې، که ته افغان ته ورور ووايئ، که ته ورور وژنه بنده کړې، که ته اوربند ته لاړ شې، افغانان داسې پټې سترګې خلک نه دي، تا ته به ډېر د قدر او عزت په سترګه وګوي."

په دغه غونډه کې له مرکز کابله د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم په مشرۍ یوه پلاوي برخه اخیستې وه.

ښاغلي صمیم په خپلو خبرو کې وویل: "تاسو نن خپل مسووليت په ښه شکل ادا کړ چې په دواړو لوريو مو غږ وکړ ترڅو جګړه پرېږدي، دايمي اوربند او سوله وکړي. د اوربند او سولې په موخه حکومت د طالبانو هر ډول شرعي او مشروع غوښتنې د قانون په چوکاټ کې مني."

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم

ښاغلي صمیم روانه جګړه ناروا وبلله او ویې ویل، دا جګړه هېڅ اسلامي ارزښت نه لري، يوازې مسلمانان او افغانان په کې وژل کیږي.

هغه زياته کړه، ټول ديني عالمان او قومي مشران په خپلو سيمو کې کولی شي چې د حکومت په استازولۍ له طالبانو سره د دايمي اوربند او سولې په اړه خبرې وکړي: "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جهمور رییس محمد اشرف غني د سولې له پاره کاملاً اراده لري، موږ په دې هېواد کې سوله غواړو، امن غواړو، ثبات غواړو، خو داسې سوله غواړو چې په هغې سوله کې زموږ ټول پخواني ارزښتونه خوندي وي، د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې مو په کې خوندي وي، موجوده نظام او جمهوریت په کې خوندي وي."

د غزني ولایت مرستیال او سرپرست والي ډاکټر محمد امین مبلغ، هم په خپلو خبرو کې د سولې په تړاو د افغان حکومت هڅې وستايلې او زياته يې کړه چې ولسمشر محمد اشرف غني غواړي په افغانستان کې دايمي اوربند او سوله وشي.

هغه له ټولو ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې دې نوره لاسوهنه پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستیو کې د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي، جګړو زور اخیستی چې د امنیتي سرتیرو او وسله والو طالبانو ترڅنګ ډېری ولسي خلکو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.