جوبایډن د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د اوربند ملاتړ کړی

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د غزې او اسراییلو ترمنځ د اوربند ملاتړ کړی دی.

سپینه ماڼۍ وايي، ښاغلي بایډن دا غوښتنه پرون دوشنبې (د مې په ۱۷مه) د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې وکړه.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې بایډن له نتانیاهو سره په خبرو کې همدا راز د فلسطیني ډلو د توغندويو حملو پر وړاندې د خپلې دفاع لپاره د اسراییلو د حق پر قاطع ملاتړ ټینګار وکړ.

له دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي خبریالانو ته وویل، امریکا د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو هڅو ته ژمنه ده: "زموږ هدف، زموږ تمرکز او زموږ هر اقدام او هره اعلامیه د تاوتریخوالي د کمولو او ناورین ته د پای ورکولو لپاره ده."

مېرمن ساکي وویل چې دا نه شي کولای د ټولو هڅو جزییات اوس څرګند کړي.

په غزه کې د اسراییل او فلسطینیانو جګړه دوهمې اوونۍ ته غځیدلې او له ۲۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي دي.