ولسمشر غني په هلمند کې د داعي په نوم د څلور لاري نومول منظور کړل

لښکرګاه کې د داعي په نوم څلور لاری

د افغانستان ولسمشر په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم د یوې څلور لارې نومول منظور کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه وړاندیز د هلمند د خبریالانو له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وسیله تر محمد اشرف غني رسیدلی و.

دغه دفتر وایي، ښاغلي غني پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) دغه وړاندیز ومانه چې له مخې به یې لښکرګاه کې یوه څلور لارې د داعې په نوم شي.

هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي شااوخوا ۷ میاشتې مخکې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.