سپینې ماڼۍ: امریکا غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو هڅو ته ژمن دی

غزه کې اوسنی جګړه ییز حالت

سپینې ماڼۍ په غزه کې د جګړې پایته رسېدو ته د پيل شوېو هڅو د دوام غوښتنه وکړه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) خبریالانو ته وویل، هېواد یې د اسراییل او فلسطینیانو د جګړې د پای ته رسېدو هڅو ته ژمن دی، خو ويې نه ویل چې هېواد یې د سملاسي اوربند غوښتونکی دی.

نوموړې وویل: "زموږ هدف، زموږ تمرکز او زموږ هر اقدام او هره اعلامیه د تاوتریخوالي د کمولو او ناورین ته د پای ورکولو لپاره ده."

ساکي زیاته کړه، نه شي کولی ټولې پیل شوې هڅې په علني ډول بیان کړي.

اوس په غزه کې د اسراییل او فلسطینیانو جګړه دویمې اوونۍ ته غځیدلې ده او له دوه سوو ډېر کسان په کې وژل شوي دي.