تېرو دوو میاشتو کې افغانستان کې جګړو 'شااوخوا ۵ زره کورنۍ' بې‌ځایه کړي

هلمند کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

جګړې په افغانستان کې د قرباني اخيستلو ترڅنګ د دې هېواد ډېری وګړي له خپلو مېنو او کورونو هم بې‌ځايه کړي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د ۱۴۰۰ لمريز کال له پيل راهيسې یعنې تېرو دوو میاشتو کې د نا امنيو او جګړو له امله شاوخوا ۵ زره کورنۍ په ټول هېواد کې بې‌ځايه شوي.

د دې وزارت د مطبوعاتو برخې سلاکار عبدالباسط انصاري وايي، د بې‌ځايه شويو ډېره برخه د درې ولايتونو دي.

ښاغلی انصاري زیاتوي: "د ۱۴۰۰ کال له پيل سره د جګړې او نا امنۍ له وجې شاوخوا ۵،۰۰۰ بې‌ځايه شوې کورنۍ لرو، بغلان، کندهار، هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې د سختې جګړې له وجې خلګو خپل کورونه پرېښي او نورو سيمو ته تللي."

هلمند کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

دا په داسې حال کې ده چې يو شمېر تازه بې‌ځايه شوې کورنۍ له دولتي او نا دولتي مرستندويه ادارو او مؤسسو د لومړنيو مرستو تمه لري.

د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ ځينې کورنۍ چې د دغه ولايت مرکز ته را بې‌ځايه شوي وايي، جګړو بې‌کوره او مرستو ته اړې کړې دي.

دوی وايي، ۱۰ ورځې کېږي چې له خپلو مېنو راوتي.

عبدالوهاب او محمد داوود زیاتوي: "شهیدان او ټپیان لرو، د خلکو په کورونو هاوان مرمۍ لګېدلي او دکانونه‌یې سوځېدلي، خلک مجبوره شوو چې خپلې مېنې او شته پرېږدي، اوس ټول پلخمري ښار ته راکډه شوي یو."

"تر اوسه د کوم چارواکي، یا مؤسسې له‌خوا هېڅ ډول مرسته له موږ سره نه‌ده شوې."

هرات کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ

د بغلان ولایت د کډوالو چارو رئیس شریف‌الله شفق وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې شاوخوا ۳،۵۰۰ کورنۍ د جګړې له امله بې‌ځایه شوې دي.

د ښاغلي شفق په خبره، تر دا مهاله له دهنه غوري، نهرین، برکه، مرکزي بغلان، ډنډ شهاب‌الدین او خوست ولسوالیو څخه ډېرې کورنۍ د بغلان ولایت مرکز ته راکډه شوې دي.

ښاغلی شفق وايي: "له شاوخوا زر کورنیو څخه چې موږ سروې وکړه ۲۶۶ کورنیو ته چې مجبورې وې مرستې ورسېدې، د پاتې نورو کورنیو عریضې چې موږ ته راورسېدې مستحق او بې‌ځایه شوي نه‌وو."

نوموړی وايي، دغه کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شوي.

مخکې له دې له هلمند او کندهار نه هم د بې‌ځايه شويو د ناسم وضعيت او دوی سره د لومړنيو مرستو د نه‌کېدو په اړه انتقادونه شوي دي.

کونړ کې د جګړو له امله بې‌ځایه شوي

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په کلني ډول زرګونه کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه کېږي.

د دې وزارت چارواکي وايي، هغه کورنۍ چې بېرته خپلو کورونو ته نه‌شي ستنېدای دایمي مرستو ته اړتیا لري.