اسرائیل وايي د حماس ډلې د نهو قوماندانانو کورونه‌یې ویجاړ کړي

نن سهار وختي پر غزې تړانګې د اسرائیل هوايي بریدونه

اسرائیل وايي چې جنګي الوتکو یې نن سهار د غزې پر تړانګه د بمبارۍ لړۍ بیا پیل کړې او په دې ترڅ کې یې د فلسطیني وسله‌والو ۱۵ کیلو متره سمڅې او د حماس ډلې د نهو قوماندانانو کورونه ویجاړ کړي دي.

په یوه هوايي حمله کې په غزې ښار کې یوه درې پوړیزه ودانۍ سخته زیانمنه شوه، خو اوسېدونکو یې ویلي دي چې اسرائیلي پوځ له حملې ۱۰ دقیقې مخکې دوی ته خبرداری ورکړی او ټول ترې ووتل.

د اسرائیلو د نننیو هوايي حملو د تلفاتو په اړه سمدستي جزئیات نه‌شته، خو د فلسطین د روغتیا وزارت وايي په غزه کې په پرونیو بمباریو کې د اتو ماشومانو او دوو ډاکترانو په ګډون لږترلږه ۴۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې د ترورېستانو ۳۵ اهداف‌یې په نښه کړي دي. اسرائیل همداراز وايي، فلسطیني وسله‌والو تېره شپه د اسرائیلو پر ښارونو ۶۰ توغندي وویشتل په داسې حال کې چې د دې توغندیو شمېر پرون ۱۲۰ او وړمه ورځ ۲۰۰ و.

په غزه کې د اسرائیل په بمباریو کې د وژل شویو فلسطینیانو ټول شمېر ۱۹۷ ته لوړ شوی، خو ژغورونکي په ویجاړو ودانیو کې په نورو کسانو پسې ګرځي.

د اسرائیلو د هوايي حملو له کبله په ډېرو سیمو کې برېښنا پرچاو شوې ده او سلګونه ودانۍ ویجاړې شوي.