اسرائیل نن هم د غزې ښار پر ګڼو ساحو درنې بمبارۍ وکړې

پر فلسطین د اسرائیل هوايي حمله

د اسرائیل جنګي الوتکو نن دوشنبه هم د غزې ښار پر ګڼو ساحو درنې بمبارۍ وکړې.

دا هوايي حملې په داسې حال کې وشوې چې له تېرې اوونۍ د دې پیل شوي خونړي تاوتریخوالي د بندېدو لپاره غوښتنې مطرح شوې دي. پرون د دې تاوتریخوالي خونړۍ ورځ وه.

راپورونه وايي، نن سهار لسګونه هوايي حملو غزې ښار ولړزاوه.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې دوی په غزې تړانګه کې ترورېستي اهداف ویشتلي دي.

دغه حملې د برېښنا د پرچاوۍ او د سلګونو ودانیو د تخریب سبب شوي.

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، په یوه حمله کې په غزه کې ۴۲ فلسطینیان وژل شوي چې لږ تر لږه ۸ تنه په‌کې ماشومان او دوه تنه ډاکتران دي.

په ټوله کې په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۱۹۷ ته زیات شوی او ژغورونکي په نورو کسانو پسې په نړېدلو ودانیو کې ګرځي.

د نننیو حملو د مرګ‌ژوبلې په اړه لا راپور نه‌دی ورکړل شوی.