د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل په جنګي جنایتونو تورن کړ

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض‌المالکي

د فلسطیني ادارې د بهرنیو چارو وزیر ریاض‌المالکي اسرائیل په غزه تړانګه کې په جنګي جنایتونو تورن کړ.

المالکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرونۍ بېړنۍ غونډه کې وویل د هغه وحشت بیانولو ته الفاظ نه‌لري چې د فلسطین په خلکو تپل شوی.

د هغه په خبره اسرائیل په دې هڅه کې دی چې فلسطینیان له بیت‌المقدسه ختم کړي.

اخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړ چې د اسرائیل او حماس جګړه به منځنی ختیځ یوه تازه ناورین ته یوسي چې د ده په خبره د کنټرول وړ به نه‌وي.

هغه د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه.

اخوا د اسرائیل پوځ وايي چې په غزه تړانګه کې د حماس ډلې د سیاسي څانګې د مشر یحیی سینوار په کور باندې یې هوایي برید کړی.

په دې برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي، خو نه‌ده معلومه چې سینوار هم مړ دی که څنګه.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي تېر یوه اوونۍ د اسرائیلو په بریدونو کې نږدې ۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي چې په‌کې ۵۵ ماشومان او ۳۳ ښځې شامل دي.

اسرائیل بیا ویلي چې د دوی لور ته ۱۰ کسان وژل شوي، یو پنځه کلن ماشوم او یو سرتېری هم په‌کې شته.