داعش د کابل په شکردره ولسوالۍ کې پر یوه جومات د حملې مسؤلیت واخیست

د کابل شکردره کې پر جومات له چاودنې وروسته د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د کابل په شکردره ولسوالۍ کې پر یوه جومات د حملې مسؤلیت اخیستی.

د حاجي بخشي پر جومات د اختر په دوهمه د جمعې په ورځ په چاودنه کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان شوي وو.

په وژل شویو کې د دې جومات ملا مفتي نعمان هم شامل و. د جرمني د ډې پې اې خبري اژانس د راپور له مخې په هغه خبرپاڼه کې چې د داعش اړوند ناشر نیوز خبري رسنۍ پرون شنبه خپره کړې دغې ډلې ویلي وسله‌والو یې چاودېدونکې وسیله په دغه جومات کې خښه کړې وه.

طالبانو چې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی و هم دغه حمله غندلې او ویلي و چې په‌کې لاس نه‌لري.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ درې ورځنی اوربند تېره نیمه شپه پای ته ورسېد او افغان چارواکي د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نښتو د بیا پیلېدو خبر ورکوي.