د افغانستان کورنیو چارو وزارت: د برېښنا پایو ویجاړول ترورېستي عمل دی

د کابل کلکان ولسوالۍ کې د برېښنا په بمونو الوځول شوې پایه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د برېښنا پر ستنو یا پایو حمله او د هغوی ویجاړول "ترورېستي" عمل دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند سید حامد روشن پرون رسنیو ته وویل، پولیسو ته د دغو پایو د تخریبوونکو په وړاندې د جدي اقدام سپارښتنه شوې ده.

ښاغلی روشن زیاتوي: "د برق د پایو په نښه کول او تخریبول یو ترورېستي عمل دی. د دغه جنایت له ترسره کوونکو سره به کلک قانوني چلند وشي. تېر کال هم په ورته تاکتیکونو سره د برېښنا پایې په نښه او تخریب شوې وې چې موږ په دې تړاو ۶ کسان نیولي وو چې دوی په خپلو اعترافونو کې د طالبانو غړیتوب منلی و."

برښنا شرکت پرون وویل چې په وروستیو دوو اوونیو کې د برېښنا ۱۳ پایې په بمي چاودنو کې تخریب یا هم چپه کړای شوې دي.

وړمه شپه هم د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د برېښنا یوه پایه والوځول شوه چې له امله‌یې د مرکز کابل او ځينو ولایتونو برېښنا پرې شوه.