ملګرو ملتونو د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د کړکېچ کمولو غوښتنه وکړه

د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د شخړو دوام

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې یوې مشرې، له ټولو هغو اړخونو چې د اسرائیل او په غزه کې د حماس ډلې ترمنځ د جګړې سبب شوي، د کړکېچ کمولو غوښتنه وکړه.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرې میشل باشله (Michelle Bachelet) پرون شنبه له جنیوا په یوه اعلامیه کې وویل: "داسې ښکاري چې د ښکېلو لورو پاروونکو خبرو د کړکېچ د کمولو پر ځای، کړکېچ زیات کړی دی."

د مېرمن باشله تر دغو څرګندونو څو ساعته وروسته د اسرائیل هوايي حملې په غزه ښار کې هغه دنګه ودانۍ وویشتله چې د اسوشیټډ پرس اژانس او نورو رسنیو دفترونه په‌کې وو.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې خبرداری ورکړی چې د فلسطیني وسله‌والو ډلو له‌خوا پر اسرائیل راکټي حمله له نړیوالو بشري قوانینو څرګنده سرغړونه ده.

داسې اندېښنې هم شته چې د اسرائیل د پوځ له‌خوا پر غزه په ځینو حملو کې ملکي اهداف په نښه شوي دي.