اسراییل پر غزې بمبارۍ وکړې؛ حماس یې په ځواب کې پر دوی توغندي وتوغول

غزه کې نننۍ برید

اسراییلي الوتکو نن سهار بیا پر غزې بمبارۍ وکړې او د حماس ډلې وسله والو په ځواب کې د اسراییل پر لور توغندي وویشتل.

په یوه برید کې یوه نهه پوړې ودانۍ چې د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس او څو نورو رسنیو دفترونه په کې وو، نړول شوې ده.

فلسطیني روغتیاپالان وایي په یوه هوایي حمله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان چې ټول د یوې لویې کورنۍ غړي وو، د غزې په شمال کې او په لویدیځه غاړه کې په پرونیو نښتو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې د حماس او نورو فلسطیني ډلو پر ضد د حملو د دوام ګواښ وکړ: "ما ویلي چې موږ به د حماس او نورو تروریستي ډلو پر ضد حملې ډېرې سختې کړي او موږ به دې کار ته دوام ورکړو. حماس فکر کاوه چې پټېدای شي خو دا ډله هلته ځان نه شي پټولای."

د فلسطین د روغتیایي چارواکو په وینا په غزه کې له دوشنبې ورځې راهیسې د ۳۹ ماشومانو او ۲۲ ښځو په ګډون ټول ۱۳۹ کسان وژل شوي دي.

د فلسطینیانو په راکټي حملو کې نن یو تن په تل ابیب کې ووژل چې له دې سره د ټولو وژل شویو اسراییلیانو شمېر نهو ته لوړ شو.