ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو ته ځان کاندید کړی

د قضا مشر ابراهیم رییسي

د ایران د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې، د دې هېواد د قضا مشر چې له تُندلارو روحانیونو څخه دی، ځان کاندید کړی.

ابراهیم رییسي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سره نژدې اړیکي لري نن شنبې د احتمالي کاندیدانو د ثبت په وروستۍ ورځ اعلان وکړ چې د جون د اتمې په انتخاباتو کې به ودرېږي.

احتمالي کاندیدان شورای نګهبان تاییدوي او تمه ده چې دا شورا د روانې مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د کاندیدانو وروستی فهرست اعلان کړي.

د احتمالي کاندیدانو په فهرست کې د پارلمان پخوانی رییس علي لاریجاني چې له مخکښو محافظه کارانو څخه دی، د پخواني ولسمشر علي اکبر هاشمي رفسنجاني مشر زوی محسن هاشمي رفسنجاني او ځینې نور کسان چې د سپاه پاسداران په انقلابي ځواک کې د کار سابقه لري هم شامل دي.

پخواني ولسمشر محموداحمدي نژاد هم د چهارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د سیالۍ لپاره خپل نوم ثبت کړ.