له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی ومړ

له طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی

له طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی د کابل په یوه روغتون کې ومړ.

د هرات یو سیمه ییز چارواکي چې نه غواړي هویت یې افشا شي او د نیازي یوه وراره له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړ.

محمدوویل، ملا نیازی نسبتاً ښه شوی و او دوی غوښتل ترکیې ته یې بوځي: "ښه شوی و، خو ناڅاپه یې وضعیت خراب شو او د جدي څارنې څانګې ته یې بوته. له هغه ځایه چې راووت هم ښه و او موږ غوښتل چې بهر ته، ترکیې ته یې بوځو، خو نیمه شپه مړ شو."

عبدالمنان نیازی تېره اوونۍ وروسته له هغه کابل ته ولېږدول شو چې روغتیايي وضعیت یې په خرابېدو شو.

د هرات د سیمه ییزو چارواکو په وینا نیازی د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شوی و.

د ملا محمدرسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې خپل موجودیت اعلان کړ.