چارواکي: د هلمند په نهر سراج کې یو ښوونځی سوځول شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې یو مکتب سوځول شوی.

د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند زمان همدرد په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې د نهر سراج ولسوالۍ د سمینار سیمې ښوونځی تېره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا وسوځول شو.

ښاغلی همدرد وايي چې وسله والو د ښوونځي ودانۍ او کتابونو ته اور اچولی. په هغو تصویرونو کې چې له دې بیان سره یوځای استول شوي ښکاري چې د درسي کتابونو ترڅنګ د قرآنکریم نسخې هم سوځېدلي.

د افغانستان په ناامنه سیمو، په تېره په جنوبي ولایتونو کې مخکې له دې هم ښوونځي سوځول شوي خو مسوولیت یې تر ډېره چا نه دی منلی.