پر غزې د اسراییلو سخت بریدونه؛ په شمال کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي

ارشیف

اسراییل نن پر غزې وروسته له هغه بریدونه سخت کړل چې په لویدیځه غاړه او له لبنان سره پر پوله نښتې وشوې.

اسراییلي الوتکو نن سهار بیا پر غزې بمبارۍ وکړې او د حماس ډلې وسله والو په ځواب کې د اسراییل پر لور توغندي وویشتل.

فلسطیني روغتیاپالان وایي په یو هوایي برید کې د غزې په شمال کې لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې د حماس او نورو فلسطیني ډلو پر ضد د حملو د دوام ګواښ وکړ: " ما ویلي چې موږ به د حماس او نورو تروریستي ډلو پر ضد حملې ډېرې سختې کړي او موږ به دې کار ته دوام ورکړو. حماس فکر کاوه چې پټېدای شي خو دا ډله هلته ځان نه شي پټولای."

فلسطینیان وایي چې په لویدیځه غاړه کې له اسراییلي ځواکونو سره د مظاهره چیانو د اخ و ډب پر مهال ۱۱ کسان وژل شوي او پنځوس نور په اصلي او ربړي مرمیو ټپیان شوې دي.

د فلسطین د روغتیایي چارواکو په وینا په غزه کې له دوشنبې راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه یوسل او دوه دیرش تنه وژل شوې دي.

د اسراییل لور ته د اتو تنو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.