له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او ارزګان کې د یو شمېر ځوانانو اندیښنې

د ارزګان مرکز ترینکوټ

له افغانستانه د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له پیلېدو سره سم د تاوتریخوالي او جګړې د ډېرېدو د افغانستان په سویلي ولایت کې ځوانان اندیښمن کړي دي.

دوی وايي، د اقتصادي او امنیتي ستونزو سربېره په تېرو شلو کلونو کې ځوانانو په تعلیمي، کلتوري، ورزشي او نورو برخو کې پرمختګونه کړي او که د بهرینو ځواکونو له وتلو وروسته هېواد کې سوله ټینګه نه شي دا هر څه به له لاسه ووځي.

عبدالواحد حملي چې د ارزګان ولایت د لوړو زده کړو په موسسه کې د تعلیم او تربیې د پوهنځي د وروستي کال محصل دی وايي،کله چې بهرنیانو له افغانستانه د خپلو سرتیرو د وتلو اعلان کړی ورسره سم په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی.

دی وايي، ویره لري چې افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته کورنۍ جګړې ونښلي او د پوهنتون څخه به فارغ نه شي.

دی وايي: "موږ دومره اندیښمن یوو چې د پوهنتون سند به واخلو او که وا به یې نه خلو، پوهنتون ته ورځم خو د پخوا پرتله مطالحه نه شم کړای، تېر سمسټر کې مې فیصدي ښکته وه، لامل یې د بهرینو ځواکونو وتل او ورپسې د جګړو تودېدل دي."

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د امریکا متحدو ایالاتونو او ناټو د مې په لومړۍ نېټه رسماً له افغانستانه د خپلو پاتې پوځیانو د ایستلو بهیر پیل کړ.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پرېکړې له مخې به د روان میلادي کال د سېپټمبر تر۱۱مې نېټې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

دا یوازې د پوهنتون محصلان نه دي چې اندیښمن دي، بلکې د دې ولایت یو شمېر نور ځوانان هم ورته اندیښنې لري.

د ارزګان اوسیدونکی حکمت الله حکیمي ازادي راډيو ته وویل چې د لیسانس تر کچې یې په ډېر ستونزمن حالات کې زده کړې وکړې څو افغانستان ته خدمت وکړي خو وايي، کله چې دې اوسنیو جګړو ته ګوري، نهیلی کېږي.

دی له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستانه د سرتیرو د ایستلو په صورت کې دې د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې هڅې وکړي.

حکیمي وايي: "کله چې امریکایان له افغانستانه وځي، نو ماته ویره را پیداکېږي چې موږ به بیا د پخوا په شان کورنۍ جګړې ته ور وګرځو، زما غوښتنه له نړیوالو او له بهرنیانو څخه دا ده چې له افغانستانه وځي باید مسولانه ووځي افغان دولت او طالبان باید سره خبرو ته کښېنوي."

په ارزګان کې دغه ځوانان پر داسې مهال د خپل راتلونکي په اړه اندیښمن دي چې په وروستیو کې د افغانستان ځینو سیمو کې په نامسووله وسله والو د وسلو ویش او ځینو خپلسرو قوماندانانو د راپورته کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

خو د ارزګان ولایت یو بل اوسیدونکی ځوان نثار احمد بیا په دې باور دی چې بهرنیان نه غواړي افغانستان ته سوله راولي.

نوموړی وايي، د بهرنیانو په وتلو اندیښمن نه دی، خو اندیښنې د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د شتو اختلافونو له کبله دی چې د ده په وینا یوه خوله نه دي.

هغه زیاتوي، افغانستان ته سوله راوستل د افغانانو کار دی: " یوازینی څه چې زما په نظر باید جدي پام ورته وشي هغه د افغانستان اوسني مشران او د افغانستان سیاسیون دي چې باید په خپلو کې سره یو شي او د جګړې ښکېل لوري باید د سولې لور ته راوبولي او تر خپلو شخصي ګټو تېر شي."

په ټوله کې دغه ځوانان د جګړې د ښکېلو خوا څخه غوښتنه کوي چې له شخصي ګټو دې تېر شي، ملي او د خلکو ګټې دې په پام کې ونیسي او په یوه داسې سوله دې سره سلا شي چې په کې په تېرو شلو کلونو کې د افغان ځوانونو پرمختګونه وساتل شي او ستونزې یې هوارې شي.