د اوربند دوهمه ورځ؛ کابل کې بمي چاودنې ۱۲ تنه ووژل

د شکردرې نننۍ پېښه

په افغانستان کې د درې ورځني اوربند په دویمه ورځ نن لږ تر لږه ۱۲ کسان په کابل کې د بمي چاودنې له کبله ووژل شول.

د کابل امنیه قومانداني وايي، په دې چاودنه کې چې د شکردرې ولسوالۍ په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه، د جومات ملا امام مفتي نعمان هم وژل شوی دی.

بل خوا د کورنیو چارو وزارت وايي، په چاودنه کې شااو خوا ۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند، حامد روشن رسنیو ته، د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي: "زموږ لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه چاودنه په جومات کې دننه د ځای پر ځای شویو موادو له کبله شوې ده. زموږ څېړنې لا هم روانې دي."

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې دغه چاودنه غندلې ده.

له اوربند سره- سره د اختر په اوله ورځ په کندهار، کندز او غزني کې د ماینونو د چاودنو له کبله لږ تر لږه د ۱۱ ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شول.