د کوچني اختر او د اوربند ۲مه ورځ؛ د کابل په یوه جومات کې چاودنې ۱۲ تنه وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

داسې مهال چې افغان حکومت او طالبانو په کوچني اختر کې اوربند اعلان کړی، ولې دا ورځې هم له تاوتریخوالي خالي نه دي.

د کابل پولیس وايي، د دې ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د یوه جومات دننه د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې چې په پایله کې یې د جومات د خطیب مفتي نعمان په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د شکر درې ولسوالۍ د مراد بېګ سیمې په حاجي بخشي جومات کې شوې.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز

د اختر لومړۍ ورځ هم له ورته چاودنو سره مله وه. په دې ورځ لږ تر لږ ۱۱ ملکي وګړي د ماینونو په چاودنو کې وژل شوي وو.

افغان چارواکو پرون وویل، د کندهار په میوند او پنجوايي ولسوالیو کې دوو چاودنو د ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وګړي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

په کندز کې هم یوې چاودنې دوه ملکي وګړي ووژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل. دغه شان د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په غزني کې د سړک د غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي ووژل.

د دې حملو مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.

خو له دې ټولو سره-سره طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې حکومتي ځواکونو له اوربند د سرغړونې هڅې کړي.

مجاهد نن جمعه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، حکومتي ځواکونو تېره ورځ د غزني په مربوطاتو کې د محاصره سیمو اکمالات پیل کړي وو چې ورته اجازه نه ده ورکړل شوې او د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم ورته هڅه شوې، خو بېرته په شا شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې له طالبانو یو شمېر جلا شوېو ډلو اوربند نه دی مراعت کړی.

د دې وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي: "هغه ډلې چې د طالب په امر کار نه کوي او ځان جلا ګڼي هغوی له اوربنده سرغړونه کړې، خو زموږ دفاعي ځواکونو له خلکو په جدیت دفاع کړې ده."

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی

عام وګړي بیا خوښ دي او وایي چې اختر د سولې په فضا کې لمانځي.

د فراه او ننګرهار دوو اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل:

"زما نوم جان اغا صالح دی، د ننګرهار اوسیدونکی یم, سږنۍ اختر په امنیتي فضا کې لمانځو، پخوا به ویره راسره وه چې څه پېښه ونه شي خو سږکال په ډاډه زړه موږ اختر ولمانځه، هیله مو دا ده چې طالبان او حکومت یوې پایلې ته سره ورسېږي او دایمي اوربند وکړي.

-محمد یعقوب یم د فراه اوسیدونکی، خلک دا اختر د سولې په فضا کې لمانځي، یو بل کورونو ته ورځي هیله مو ده چې اوربند وغځیږي."

طالبانو د یکشنبې ورځې په ماښام د اوربند د اعلان پر مهال وویل، د دوی وسله والو ته امر شوی چې د اختر د درېیو ورځو په اوږدو کې په ټول هېواد کې تعرضي عملیات ودروي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم له دې اعلان څو ساعته وروسته وویل، د هېواد امنیتي دفاعي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې اوربند مراعات کړي.

د افغان حکومت چارواکو د تل‌پاتې اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو ویلي، اوربند به تمدید نه کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم امریکا غږ ته ویلي چې طالبان به په بین الافغاني خبرو کې د نوي دولت پر جوړېدو له تفاهم وروسته دایمي اوربند ومني.