فرانسه: اذربایجان دې خپل ځواکونه د ارمنستان له سرحدي سیمو ژر وباسي

د فرانسې ولسمشر

د فرانسې ولسمشر له اذربایجان غوښتنه وکړه، د ارمنستان له سرحدي سیمو چې د ده په وینا د اذربایجان له خوا اشغال شوي، خپل ځواکونه ژر تر ژره وباسي.

ایمانوئل مکرون نن په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د اذربایجان ځواکونو "د ارمنستان پر خاوره حمله کړې نو باید ژر تر ژره ورڅخه ووځي."

د فرانسې د ولسمشر د دفتر رئیس هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي: "مکرون د ارمنستان له سرپرست صدراعظم نیکول پاشنینان سره په ټیلیفوني خبرو کې د ارمنستان د ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې د فرانسې د ملاتړ پر ژمنه او د ارمنستان له خاورې د اذربایجاني ځواکونو د سمدستي وتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی."

د ارمنستان دفاع وزارت پرون ناوخته وویل چې د اذربایجان ځواکونه له دوو سرحدي سیمو ورتېر شوي دي.

خو اذربایجان ټینګار کوي چې ځواکونه یې د ارمنستان خاورې ته نه دي داخل شوي، یوازې د اذربایجان په هغو مورچلونو کې ځای پر ځای شوي چې په مخکېني ژمي کې ورتګ ګران کار و.