د کندز یتیم ماشومان: سوله وکړئ! جګړو راڅخه میندې او پلرونه اخیستي

کندز کې یو شمېر یتیم ماشومان

په کندز کې د هغو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي چې جګړو ترې پلار اخیستی وي، یو شمېر یتیم ماشومان غواړي چې هېواد کې دې جګړې بندې شي، څو نور ماشومان د دوی په څېر بې سرپرسته نه شي.

کندز کې د ضمیر مادر په نوم یو ښوونځي کې ۱۴۰ تنه یتیم ماشومان چې عمرونه یې له ۳ کلونو نیولی تر ۱۴ کلونو پورې دي، په زده کړو بوخت دي.

دا د هغو کندزي ماشومانو یوه وړه برخه ده چې وروستیو دوه لسیزو جګړو ترې پلرونه او مېندې اخیستي.

۱۲ کلن شفیع الله چې له درې کالو راهیسې د ضمیرمادر په نوم ښوونځي کې زده کړې کوي وايي، یوازینې هېله یې دا ده چې نوره روانه جګړه پای ته ورسیږي او خلک امن کې و اوسیږي: "زما پلار جګړو شهید کړی، غواړم جګړې نه وي او خپل درسونه ووایو، نه دې د چا وینې توئیږي او نه هم د چا اوښکې."

کندز کې د ضمیر مادر په نوم یو ښوونځي کې ۱۴۰ تنه یتیم ماشومان په زده کړو بوخت دي.

دا ماشومان وايي، روانه جګړه هره ورځ د دې هېواد نور وګړي اخلي، نور پلرونه وژني او نور ماشومان یتمیان کوي.

د یتیمانو د دې رورنیز مرکز لس کلنه زده کونکې سارا وايي: "موږ سوله غواړو، باید زموږ په څېر نور ماشومان یتیمان نه شي. موږ امنیت غواړو. موږ له طالبانو او عسکرانو څخه سوله او امنیت غواړو".

۱۴ کلن قدرت الله وايي، نه غواړي نورماشومانو د دوی په برخلیک اخته او بې پلرونو شي:

"موږ نه غواړو چې نور جنګ او جګړې وي. موږ له طالبانو او دولت نه غواړو چې سوله وکړي، څو نور کسان یتیمان نه شي دلته له موږ سره زیات شمېر یتمیان درس وايي. موږ سوله غواړو."

دا چې دې ماشومانو څنګه اختر تیروي؟ دوی یې په اړه وویل چې روانو جګړو ددوی اخترونه بې خونده کړي.

۱۳ کلن هدایت الله په دې اړه وویل: "دې ټولو ماشومان خپل پلرونه له لاسه ورکړي، جنګ کې هرڅوک مړه کېږي. جنګ تباهې او بربادي ده."

په کندز ولایت کې د ضمیر مادر ښوونځي له ۸ کالو راهیسې فعالیت کې اوس مهال په دې ښوونځي کې د هلکانو او نجونو په ګډون ۱۴۰ تنه یتیمان روزل کېږي.

د دې ښوونځي مسوول ذبیح الله مجیدي ازادي راډيو ته وویل، دلته د هرې ورځې په تیرېدو د یتیمو ماشومانو شمېر زیاتیږي او دوی ته اوس ممکنه نه ده چې ټول بې پلاره شوې ماشومانو ته روزنه، مرسته او ملاتړ برابر کړي.

ښاغلي مجیدې وویل چې د دې ښوونځي مالي لګښت یو شمېر سوداګر او زړه سوانده ځوانان ورکوي: "د ضمیر مادر په وړکتون کې ۱۴۰ تنه نجونۍ او هلکان په زده کړو بوخت دي او دغه مرکز له ۸ کالو راهیسې په کندز کې فعالیت کوي. دغه ماشومان چې دلته درس وايي، د دوی پلرونه په جګړو کې وژل شوي دي او بې سرپرسته دي."

په کندز کې اوس مهال د ضمېر مادر د ښوونځي ترڅنګ په یو دولتي وړکتون کې هم څه باندې ۱۱۰ تنه یتیمان اوسېږي.

دا هغه شمېر یتیمان دي چې په دې دوه ادارو کې ثبت او راجسټر دي، خو په کندز کې د هغو ماشومانو شمېر چې په تېرو څو کلونو کې جګړو د پلرونو له سیوري بې برخې کړي تر سلګونو لوړ دی او ټول داسې روزنځایونو ته لاسرسی نه لري. له بلې خوا روانه جګړه هره ورځ په دې ولایت کې د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو شمېر کې زیاتوالی راولي.