افغان ولسمشر د ترکمنستان، ترکیې، قزاقستان او قرغزستان له ولسمشرانو سره وغږید

ارشیف، ولسمشر غني

افغان ولسمشر اشرف غني د ترکمنستان، ترکیې، قزاقستان او قرغزستان له ولسمشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې کړي.

ارګ په یو خبرپاڼه کې وايي چې ښاغلي غني پرون له قربانګلي بېردي محمدوف، رجب طیب اردوغان، قاسم جومارت توقایف او سدر جباروف سره پر ټیلیفون خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی یو بل ته د اختر مبارکۍ وویلې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه یې بحث وکړ.

په عین حال کې ترکي رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر اردوغان د افغانستان او قرغزستان له ولسمشرانو او د عراق له صدراعظم سره د خبرو پر مهال د اسراییل د اقداماتو پر وړاندې له فلسطینیانو سره د پیوستون په اړه بحث وکړ.

د حماس تر ولکې لاندې غزې سیمه کې د روغتیا وزارت پرون وویل چې په تېرو درېیو ورځو کې د اسراییلي پوځ په حملو کې لږ تر لږه ۸۳ فلسطینیان وژل شوي.

د اسراییلو روغتیايي چارواکو هم د اوو اسراییلیانو د مړینې خبر ورکړی.

اسراییلي پوځ دا هوايي حملې وروسته له هغه پیل کړې چې د اسراییلو پر څو سیمو د حماس ډلې له خوا توغول شوي توغندي راپرېوتل.