حماس ډلې نن پر اسرائیل سلګونه توغندي وویشتل

د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ نښته

حماس ډلې نن سهار پر تل‌ابیب او د اسرائیل پر نورو برخو په سلګونه توغندي وایشتل او اسرائیل ژمنه وکړه چې پر غزې به هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.

په عین حال کې نړیوالو په سیمه کې د رامنځته شوي کړکېچ چې په وروستیو څو کلونو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی، د کمېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسرائیل د امنیت او له ځان څخه د دفاع د حق کلک ملاتړ کړی او له غزې یې توغندویي بریدونه غندلي دي.

د سپینې ماڼۍ په وینا بایډن ویلي چې دی هیله‌من دی دغه حالت هر څومره ژر چې کېدای شي ختم شي، خو اسرائیل حق لري چې له خپل ځانه دفاع وکړي.

د اسرائیل صدراعظم داسې کومه نښه نه‌ده ښودلې چې ګواکې نوموړی دې اوربند ته بېړه ولري.

نتانیاهو ژمنه کړې چې په غزه کې به د حماس او نورو سخت دریځو ډلو د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره اقداماتو ته دوام ورکړي.

حماس ډلې هم د جګړې دوام ته لېوالتیا ښکاره کړې او د دې ډلې د سیاسي چارو مشر اسماعیل هنیه ویلي چې له دښمن سره مقابله پای نه‌لري.

د غزې د روغتیایي چارواکو په وینا د مې له ۱۰مې راهیسې چې د دواړو لورو ترمنځ نښتې پیل شوي، په غزه کې لږترلږه ۵۶ فلسطینیان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ۱۴ ماشومان هم شامل دي.

د اسرائیل روغتیایي چارواکو خپل لور ته د ۷ کسانو د وژل کېدو خبره کړې ده.