د کوچني اختر لومړۍ ورځ؛ افغان ولسمشر له لمانځه وروسته ملت ته وینا کوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د ثور ۲۳مه د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

تمه ده د افغانستان ولسمشر د اختر تر لمانځه وروسته په دې اړه ملت ته وینا وکړي.

افغانستان د نورې اسلامي نړۍ ترڅنګ دا ورځ داسې مهال لمانځي چې په دې هېواد کې ډېری خلک د جګړو او ناامنیو له کبله له ګڼو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ دي.

خو خلک په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا د اختر په ورځو کې د موقتي اوربند اعلان په نېک فال نیسي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا اوربند به د اختر تر درېیمې ورځې وي.

ښاغلی مجاهد وايي: "دا اوربند د شپې مهال پیل او د درېیمې ورځي د شپې تر ۱۲ پورې به دوام وکړي."

تر دې وړاندې عامو افغانانو، حکومت او هم نړیوالو سربېره پر دې چې د دې ګام هرکلی وکړ، خو ټینګار یې دا وو چې اوربند تر اختر وروسته هم وغځوي او تل‌پاتې سولې ته لار هواره کړي.