د کابل کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا یوه بله ستن په ماین والوزول شوه

د کابل کلکان ولسوالۍ کې الوزول شوې د برېښنا ستن

د ازبکستان د وارداتي برېښنا یوه ستن په کلکان ولسوالۍ کې په ماین والوزول شوه.

د افغانستان برښنا شرکت د پروان حوزې مشر روح‌الله ساجد ازادي راډیو ته وویل چې تېر ماښام شاوخوا اته نیمې بجې نامعلومو وسله‌والو له دې ستنې سره چاودېدنکي مواد ځای پرځای کړي وو.

د ښاغلي ساجد په خبره د دې ستنې په ویجاړېدو سره د پلازمېنې په ګډون د اوو ولایتونو برېښنا پرې شوه.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

برښنا شرکت له دې پېښې وروسته په یوې اعلامیه کې وویل چې د دې شرکت تخنیکي کارکوونکي په کلکان کې دي او هڅه کوي د امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره د دې لین د بېرته رغولو چارې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې پېښې دمخه په روانه اوونۍ کې هم دغې ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له‌خوا د برېښنا دوه ستنې په بمونو الوزول شوې وې چې لا یې هم د رغونې چارې په بشپړه توګه پای ته نه‌دي رسېدلي.