د افغانستان او ایران ولسمشرانو پر افغان سولې او وروستیو پېښو خبرې وکړې

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او یو شمېر نور افغان چارواکي د ایران ولسمشر حسن روحاني سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال

د افغانستان او ایران ولسمشرانو د افغانستان د سولې او په دې هېواد کې د وروستیو ترورېستي پېښو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ارګ په یوې اعلامیه کې چې بېګاه خپره شوه راغلي چې د ایران ولسمشر د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د وروستیو ترهګریزو پېښو په اړه خپله غمرازي او خواخوږي وښوده.

د ارګ اعلامیه زیاتوي چې محمد اشرف غني او حسن روحاني په افغانستان کې د سولې پر هڅو، سیمه‌ییزې همکارۍ او د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث وکړ.

افغانستان څو وروستیو ورځو کې د خونړیو پېښو شاهد و. تېره شنبه د کابل دشت برچي سیمه کې پر سیدالشهدا ښوونځي موټر بم او پرله‌پسې چاودنو شااوخوا ۸۵ نجونې زده‌کوونکې ووژلې او له ۱۰۰ زیات ټپيان دي.