ګارډین: افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د وژل کېدو احتمال تر امریکايي زیات وو

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ګارډین

بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، "په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د وژل کېدو احتمال تر امریکايي ځواکونو دوه چنده زیات وو".

په دې مقاله کې د امریکا د براون پوهنتون د چهارشنبې د ورځې (د مې د ۱۲) د (جګړې د سرچینې) په نوم د پروژې له لارې معلومات خپاره شوي دي.

مقاله لیکي، د افغانستان د شااوخوا ۲۰ کلنې جګړې پر مهال، په دې هېواد کې د بریتانوي او کاناډايي سرتېرو د وژل کېدو احتمال تر امریکايي سرتېرو دوه چنده زیات وو.

د ګارډین په لیکنه، د نړیوالو ځواکونو د غړو په پرتله امریکايي سرتېرو د ایساف تر چتر لاندې او د امنیت په برخه کې ډېر تلفات ورکړي او د ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۷م کال پورې يې ۲،۳۱۶ سرتېري وژل شوي دي.

خو په مقاله کې راغلي چې په دې هېواد کې د ځای پر ځای امریکايي سرتېرو د تلفاتو فیصدي د بریتانوي او کاناډايي ځواکونو په پرتله دوه برابره کمه وه.

ګارډین ورځپاڼې لیکلي، (د جګړې سرچینې) نوم څېړنه کې د سرتېرو د وژل کېدو فیصدي د هغې مودې پر اساس ده چې په افغانستان کې تر ټولو زیات سرتېري ځای پر ځای وو.

د دې څېړنې له مخې، په افغانستان کې هغه مهال چې د نړیوالو ځواکونو شمېر تر بل هر وخت زیات وو، د دغو ځواکوو تلفات ۲،۳ فیصده وو، د بریتانیايي سرتېرو تلفات ۴۵۵ یعنې ۴،۷ فیصده وو او د کاناډايي سرتېرو ۱۵۸ یعنې ۵،۴ فیصده وو.

ګارډین د کاناډا په پلازمېنه اوتاوا کې د کارلتون پوهنتون د نړیوالو اړیکو د استادې الینور سلوان له قوله لیکلي چې د کاناډايي سرتېرو د تلفاتو نسبتاً لوړه کچه له دې کبله زیاته وه چې د ماینونو پر وړاندې د نقلیه وسایطو مقاومت ضعف، ام‌اراې‌پي زغره‌وال وسایطو او نظامي هلیکوپټرو له کمښت سره مخامخ وو.

د افغانستان په جګړه کې د ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې شااوخوا ۵۰ زره افغان ملکیان وژل شوي او ۴۰ فیصده تلفات د امریکايي او افغان هوايي حملو په نتيجه کې رامنځته شوي دي.

  • امیریکن پراسپېکټ

د اميریکن پراسپېکټ په نوم خپرونې د سناتور جین شاهین د وینا په اړه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوال ویلي، کله چې د نیوهمپشر ایالت لوړپوړې سناتورې جین شاهین له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وینا کوله، د دې شاته د اوو افغان ښځو عکسونه لیدل کېدل.

د امیریکن پراسپېکټ په لیکنه، جین شاهین د طالبانو له‌خوا د دغو اوو ښځو د وحشیانه وژنو په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د دغو اوو قرباني ښځو عکسونه‌یې ښکاره کړل.

د شاهین په وینا، باید ډاډ ترلاسه شي چې د افغان ښځو حقونه چې په ډېره مبارزه‌یې ترلاسه کړي، باید خوندي پاته شي او د بهرنیو ځواکونو وتل دا هڅې له تهدید سره مخامخ کوي.

امیریکن پراسپېکټ لیکي، په افغانستان کې نښتې د دې هېواد د نجونو او ښځو لپاره ویجاړوونکې دي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱م کال د راپور پر اساس د ۲۰۰۹م او ۲۰۲۰م کلونو پر مهال تر ۱۰ زره زیاتې افغان نجونې او ښځې وژل شوي يا ټپي شوې دي.