دفاع وزارت: د میدان وردګ نرخ ولسوالۍ کې نوي ځواکونه ځای پر ځای شول

ارشیف، یو شمېر افغان ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت یوه ورځ وروسته له هغې چې د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته پرېوته، په دې ولسوالۍ کې د نویو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې عملیات پیل شوي دي.

ښاغلی امان زیاتوي: "نوي ځواکونه د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې ځای شوي. په دغه ولسوالۍ کې د ترهګرو په وړاندې تصفیوي عملیات پیل شوي. که خدای کول دغه ولسوالۍ به ډېر ژر بېرته له طالبانو تصفیه شي."

یوه چارواکي ویلي چې هڅه کوي چې دغه ولسوالۍ د اختر په مناسبت تر اعلان شوي اوربند مخکې بېرته له طالبانو ونیسي.

دغه چارواکي د خپل نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي چې دا کار ځکه کوي چې طالبان ښایي د اختر له ورځو په استفادې په دې ولسوالۍ کې خپلې مورچلې ټینګې کړي چې ورسره به‌یې د بېرته نیولو لپاره عملیات پېچلي او د تلفاتو له زیاتوالي سره مل وي.

تر دې مخکې د میدان وردګ والي عبدالرحمن طارق تأیید کړې وه چې پر نرخ ولسوالۍ د طالبانو د ډله‌ییزو بریدونو په نتیجه کې امنیتي ځواکونو له دې ولسوالۍ تاکتیکي شا تګ کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي چې وسله‌والو یې په دغه ولسوالۍ کې ټولې دولتي ادارې پرون سې شنبه ونیولې. هغه افغان امنیتي ځواکونو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا هم کړې چې افغان چارواکو رد کړې ده.