د ایران پخوانی ولسمشر احمدي نژاد راتلونکو ټاکنو ته کاندید شوی

د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې ځان کاندید کړی او نوم لیکنه یې کړې ده.

د ایران دولتي ټلویزیون نن چهارشنبه (د مې په ۱۲مه)خبر ورکړ چې احمدي نژدا د خپلو ملاتړو په ملتیا د کورنیو چارو وزارت ته لاړ او د نوم لیکنې لپاره یې لازمې فورمې ډکې کړې.

۶۴ کلن احمدي نژاد چې ورته د یوه تُندلاري محافظه کار په توګه کتل کېږي، په دې وروستیو کې یې په واکمن نظام انتقادونو ته مخه کړې ده.

نوموړي مخکې د ۲۰۰۵ نه تر۲۰۱۳ کلونو پورې دوه دورې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې.

د هغه په دوره کې ایران د خپل اټمي پروګرام پر سر په ښکاره له لویدیځ سره په تقابل کې ولوېد.

د احمدي نژاد د ۲۰۰۹ کال لانجمن انتخابات هم چې نوموړی یې ګټونکی اعلان شوی و، په دې هېواد کې پراخې مظاهرې راپارولې وې چې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب وروسته یې ساری نه وو لیدل شوی.

د ایران اوسنی ولسمشر حسن روحاني نه شي کولی بیا ځان کاندید کړي ځکه دا یې د ولسمشرۍ دوهمه دوره ده.

ټاکل شوې د ایران د ولسمشرۍ انتخابات د جون په اتلسمه ترسره شي.