د هرات والي: له طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازی ټپی شوی

عبدالمنان نیازی

د هرات والي تایید کړه چې له طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازی تېره شپه د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې ټپي شوی دی.

عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل چې پر هغه حمله د ګذره او ادرسکن ولسوالیو ترمنځ شوې ده: "تېره شپه له لسو بجو وروسته د هرات په جنوبي ولسوالۍ کې ملا عبدالمنان پر سر ټپي شوی او درې تنه ورسره نور ووژل شول."

د هرات د والي په وینا نوموړی اوس د هرات په حوزوي روغتون کې بستر دی او درملنه یې کېږي.

د ملاعبدالرسول په مشرۍ دغې ډلې په ۱۳۹۴ کال د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې اعلان وکړ چې له طالبانو جلا شوې ده.

ښاغلی نیازی د دې ډلې د مرستیال په توګه ګومارل شوی و.