۲۰۷ پامیر قول اردو:کندز کې د طالبانو بریدونه په شا تمبیدلي

ارشیف، کندز کې افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د ۲۰۷ پامیر قول اردو وایي، د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې یې د طالبانو پراخې حملې پر شا تمبولې او دغې ډلې ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې قول اردو نن چهارشنبه (د غویي په ۲۲مه)په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دوو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر یو شمېر پوستو پراخ بریدونه کړي وو چې دې ولسوالۍ ته د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو په رسېدو او د طالبانو پر وړاندې د پراخو ځمکنیو او هوایي بریدونو په پایله کې وسله وال په شا وتمبول شول.

د قول اردو په وینا په دغو عملیاتو کې طالبانو ته مرګ ژوبله رسیدلې، خو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی.

خو دفاع وزارت بیا د دغو عملیاتو په اړه نن (د غویي په۲۲مه)په خپره کړې خبرپاڼه کې د څلورو طالبانو د وژل کېدو او درې نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د پامیر قول اردو د خبرپاڼې له مخې د دغو عملیاتو په نتیجه امام صاحب ولسوالۍ او دې ولسوالۍ ته غځېدلې لویه لاره له طالبانو پاکه شوې او هم هغه پُل چې طالبانو نړولی و، د خلکو په مرسته بېرته ترمیم شوی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د افغان پوځ د دغې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.