د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا کانګرس ته لیک لیږل شوی

ارشیف، د امریکا د کانګرس ودانۍ

د افغانستان د ولسي جرګې، د بشري حقونو او د مدني ټولنې غړیو او د افغانستان ـ امریکا د سولې او ثبات ډموکراټیکې شورا د امریکا کانګرس ته په یوه استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د افغانستان د وضعیت د لا خرابیدو د مخنیوي لپاره دې اقدام وکړي.

دغه لیک کې پر ځینو موضوعاتو ټینګار شوی او ویل شوي چې که ورته پام وشي، په دې هېواد کې د تېرو ۲۰ کلونو لاس‌ته راوړنې خوندي او د یوې بلې کورنۍ جګړې د پیل مخنیوی کیدی شي.

په دغه لیک کې لس مهم موارد یاد شوي دي. د بېلګې په توګه له افغان ځواکونو مالي ملاتړ، د نجونو، ښځو او لږکیو له حقونو دفاع، د افغان هوايي ځواک سره تل‌پاتې مرسته، پر طالبانو فشار او د سولې لپاره د سیمې هېوادونو همکاري یې مهم موارد دي.

په دغه لیک کې د امریکا له کانګرسه د مرستې غوښتنه داسې مهال کېږي چې وسله والو طالبانو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهېر پیلیدو سره حملو ته زور ورکړی دی.

ټاکل شوې چې ټول امریکایي ځواکونه د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.