ننګرهار چارواکي: شېرزادو کې ماین چاودنې ۲ ملکیان وژلي

ارشیف

په ننګرهار کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې ۲ ملکیان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدخان ازادي راډیو ته وویل، چاودنه نن چهارشنبه(د غويي ۲۲مه) سهار شپږ بجې د شېرزادو ولسوالۍ په طوطو سیمه کې وشوه.

د ازادي راډیو خبریال د ځایي اوسیدونکو په حواله وایي چې پر سراچې موټر شوې دغې چاودنې څلور تنه وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

وژل شوي او ټپیان ټول ولسي وګړي یاد شوي دي.

تراوسه د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده اخیستې.