تېره شپه د اسراییل او فلسطین ترمنځ درنه جګړه شوې

ارشیف

د اسراییل او فلسطین ترمنځ تېره شپه درنه جګړه شوې ده، دا جګړه داسې مهال تاوجنه شوه چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې پر حماس ډلې بمبارونه وکړل او دغې سخت دریځې ډلې پر اسراییل توغندي و ورول.

په غزه کې نن چهارشنبه (د غويي ۲۲مه) سهار وختي روغتیایي چارواکو ویلي، له تېرو دوو ورځو راهیسې چې حالت کړکیچن شوی، د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ فلسطینیان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ نور ټپیان دي.

د اسراییل پوځ ویلي، په غزه کې یې ۱۴۰ ځایونه په نښه کړي او په خبره یې کابو شل سخت دریځي وسله وال یې وژلي دي.

له غزې د حماس جهادي ډلې له خوا د اسراییل پر تل ابیب او نورو ښارونو سلګونه توغندي وتوغول شول او د دغو اسراییلي ښارونو شپنۍ فضا هم د توغندیو لمبو روښانه کړې وه.

دې توغندیو کې ۷ اسراییلیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اسرایل او فلسطین ترمنځ تر ټولو توده جګړه بلل شوې ده.