د میدان وردګ والي: نرخ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلې

ارشیف،

د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې د یادې ولسوالۍ زیات شمېر سرتیري وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي او دا ولسوالۍ سقوط شوې.

د دغه ولایت والي عبدالرحمان طارق تیره شپه ( د غویي په ۲۱مه) ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو له تېرو دوو ورځو او شپو راهیسي په یادې ولسوالۍ کې یو شمېر ځايي چارواکو له طالبانو سره لاسونه سره یو کړي وو.

دي وايي: "په داخل ولسوالۍ کې د یو شمېر افرادو یا چارواکو سره طالبانو اړیکې جوړې کړې وې، دغه توطئه طالبانو له دوو ورځو راهیسې جوړه کړې وه، نن ولسوالۍ د دښمن لاس ته لویدلې، هلته ډېر ځایونه سقوط شوي، یوه ورځ مخکې هلته یو شمیر سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي وو، بیا د هغوی د امکاناتو څخه په استفادې، طالبانو خپلې اړیکې پراخې کړي، باید پر وخت کشفي ارګانو دا پلان شند کړی وای."

د میدان وردک ولایت والي عبدالرحمان طارق

طارق وايي، هلته کم شمېر سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې یوازې دوه او درې کسان ټپیان شوي، خو نور ټول طالبانو ته تسلیم شوي دي.

نوموړی وايي، په دې اړه یې د مرکزي ادارې سره خبرې کړي او وايي چې ډېر ژر به ولسوالۍ ته اضافي سرتیري ورسیږي او ولسوالۍ به خپل لاسته راوړي.

وسله والو طالبان د یوې اعلامیي په خپرولو سره بیا خبر ورکړی چې له افغان ځواکونو سره یې له جګړې وروسته د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ نیولې ده.

په دې اړه نور: د میدان وردګ والي: نرخ ولسوالۍ د یوې توطئې له کبله طالبانو نیولې

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي، طالبانو د نرخ ولسوالۍ مرکز، امنیه قوماندانۍ او د استخباراتو څانګه نیولې.

نوموړی همدا راز ادعا کوي چې په جګړه کې یې ډېر شمېر عسکر وژلي او ټپیان کړي دي او ځینې نور یې ژوندي نیولي دي.

ورته مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین تایید کړې چې افغان امنیتي ځواکونو نرخ ولسوالۍ وسله والو طالبانو ته پریښې ده.

ښاغلي ارین په یوه پیغام کې ویلي، سې شنبه (د غويي ۲۱مه) مازدېګر په نرخ ولسوالۍ کې امنیتي او دفاعي ځواکونه له 'ترهرګرو' سره په نښته کې هغوی ته زیان اړولی او تکتیکي شاتګ یې کړی دی.

طالبان داسې مهال د نرخ ولسوالۍ نیولو ادعا کوي چې دغې ډلې د یکشنبې پر ورځ د اختر لپاره درې ورځې اوربند اعلان کړ او مقابل کې افغان حکومت هم ورته اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالبانو د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې د نفوذي کسانو په مرسته زیات شمېر پوستې او لویې قرارګاوې سقوط کړي او یو شمېر یې د نفوذي کسانو په مرسته پرته له جګړې نیولي دي.