سعودي عربستان: سبا پنجشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي

ارشیف، د کابل شاه دوشمېره جومات کې د وړم کال د اختر لمونځ

سعودي عربستان وايي، سبا پنجشنبه (د غويي ۲۳مه) به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د دغه هېواد رسنیو راپور ورکړی چې شوال میاشت ونه لیدل شوه، نن چهارشنبه به د روژې دېرشمه وي.

سږکال اختر داسې مهال کې راځي چې په لوګر او کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو له کبله پرون سې شنبه د ملي ماتم ورځ وه.

طالبانو او افغان حکومت د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړی دی.

خو د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، افغانان دایمي اوربند غواړي: "د افغانستان د معضلې او مشکلاتو حل په دایمي اوربند کې نغښتی دی. په درېیو ورځو کې د افغانانانو نه وژل ستونزه نه حلوي، ځکه خو د دې اوربند تود هرکلی هم ونه وشو. افغان وژنې ته دې د پای ټکې کښېښودل شي. افغانان دایمي اوربند غواړي."

سږکال د روژې میاشت خونړۍ وه چې په لوګر او کابل کې وروستۍ حملې یې خونړۍ پېښې ګڼل شوې دي.